د افغانستان د انرژۍ سکتور روښانه راتلونکې لري

   2015-08-21

بهرنیو مرستو او د دولت غښتلي ملاتړ د افغانستان برېښنا سکتور کې پانګه اچونکو ته ښه موقع برابره کړې.

میرویس علامي د افغانستان برېښنا شرکت د سوداګریزو چارو ریيس د آسیا عامه خدمتونو اونۍ ژوندۍ مرکه کې وویل چې د ا فغانستان ملي برېښنایي شرکت د هېواد برېښنا سکتور کې نړیوالو پانګه اچونکو ته ډېر څه وړاندې کولای شي.

چې افغانستان ته واردېدونکې برېښنا کچه راټیټه کړي.

هغې وویل چې د افغانستان ۸۰ سلنه انرژي ګاونډي هېوادونو څخه واردیږي او زمونږ موخه له دې تکیه څخه ځان خلاصول دي. هغې زیاته کړه چې په تېرو څلور پنځه کلونو کې بسپنه ورکونکي لکه فېنکس معلوماتي ټکنالوژي او USAID په مرسته یې د هېواد د لېږد مهال ضایع او احصایوي معلوماتو مدیریت بهیر یې ډير ښه شوی او دا په هاغه وخت کې شونې ده چې دولت د پانګه اچونکو ستونزې په پام کې ونیسي او ځانګړې توجه ورته وکړي.

سدهارت ماتورد فېنکس معلوماتي ټکنالوژۍ مشر په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې فېنکس د افغانستان برېښنا شرکت سره مشورتي رول لوبوي اود سوداګریزې کړنلارې، اداروي بیاجوړښت او ظرفیت لوړولو برخه کې برېښنا شرکت سره مرسته کوي. فېنکس د سلا مشورو سربېره د افغانستان برېښنا شرکت سره د انرژي اغېزناکي لوړول او لېږدمهال ضایع راټیټول چې د ځانګړو اندازي پلانونو تطبیق له لارې تر سره کیږي، هم مرسته کوي.

ښاغلي ماتور وویل چې فېنکس په افغانستان ښکېل دی ځکه دا هېواد په یو مثبت لور روان دی او پایله کې ډيرې موقع رامنځته کېدای شي. هغې  زیاته کړه چې د دولت بشپړ ملاتړ دا بهیر لا اسانه کړی. دا خدمتونه به ژور بدلون رامنځته کړي چې په راتلونکي ۵ څخه۱۰ کلونو په موده کې به هېواد کې د برېښنا طرز په بله بڼه واړوي. هغې وویل چې د افغانستان برېښنا شرکت د سيستم نوي کولو نوې دورې ننوتو ته چمتو دی. په راتلونکو څو میاشتو کې به ۱۰ میګاواټه لمریز برېښنا کوټ چې په پلان کې نیول شوی، د لیلامي بهیر له لارې به خپلواک برېښنا تولید شرکت ته وسپارل شي. او دې ته هیله مندي لیدل کیږي چې دا لمریز برېښناکوټ به پانګه اچونې ته لار پرانیزي.

پر خپلو پښو ولاړ هېواد ته پرمختګ ورکول

د USAID تړون لوړرتبه مامور ښاغلي ګریګوري اس وانګ، انګراتي ته وویل چې USAID غواړي افغانستان پر خپلو پښو ودریږي. برېښنا ته لاسرسې اوپه ځانګړې توګه نوي کونکې انرژۍ تولید هېواد پر پښو ودرولای شي.

هغې وویل که څه هم ډیر بهرني په هېواد کې دننه ګډوډۍ باره کې فکر کوي خو ریښتونې حالت خوشبین دي اود پانګه اچونې فضا ډيره ښه ده. د هېواد قانون او مقررات ډیر وخت د بهرني پانګه اچونکو پر ګټه دي. هغې زیاته کړه، " برېښنا په افغانستان کې یو ستر تمرکز دی او زمونږ موخه داده چې دې هېواد کې پانګه والو توجه راجلب کړو.

ښاغلي وانګ پانګه والو ته مشوره ورکړه چې د افغانستان پوټانشیل ته نږدې کتنه وکړي او هغه چاته چې انرژۍ سکتور کې پانګه اچونه کول غواړي، ښه موقع برابریږي.

 

 

 

سرچینه:‌ DABS

بېرته شاته