د افغانستان برېښنا شرکت متحده عربي اماراتو کې د کندهار لمریزی برېښنا پروژې لپاره وړاندیز مخکې غونډه ترتیب کړه

   2015-12-05

د ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۲۳ نېټه د متحده عربي اماراتو عجمان ښار کې د بېلا بېلو هېوادونو څخه څلوېښت ګډونوال او دیرشو څخه زیات نړیوال سازمانونو د کندهار لمریزې برېښنایي پروژې لپاره په دې وړاندیز مخکې غونډه کې ګډون کړی وو.

د USAID(نړیوال پرمختګ لپاره د متحده ایالاتو سازمان) مشرانو، د افغانستان برېښنا شرکت، د افغانستان ملي برېښنایي شرکت او د افغانستان دولت امکاني وړاندیز کونکو ته ښه راغلاست وویل.

وړاندیز کونکي به د سیالۍ په توګه په لیلامۍ کې ګډون کوي چې کندهار کې د ۱۰ میګاواټه لمریز برېښناکوټ ولګوي او چارې یې پر مخ بوځي. د لیلامۍ ګټونکې به د افغانستان خپلواک برېښنا تولید کې لومړی تولیدونکی وي. ممکنه وړاندیز کونکي د جرمني، امریکا، چین، افغانستان او متحده عربي اماراتو څخه راغلي وو او زیاتره یې خپلواک برېښنا تولیدونکي وو لکه د پاکستان، متحده عربي اماراتو او داسې نور وړاندیز کونکي وو.

د افغانستان برېښنا شرکت، USAID او فېنکس ډلو د پروژې په هر اړخیزه بڼه تفصیلي پېژندنې وړاندې کړې چې په دې کې د پروپوزل وړاندیز تفصیل، د برېښنا پېرلو تړون او د پروژې اړوند نور سندونه شامل وو. بولي وهونکوهم د برېښنا پېرلو تړون، سپارلو تړون، د افغانستان دولت قانون، د USAID رول، د افغانستان برېښنا شرکت رول، خطر په نښه کول او داسې نورو باره کې بېلا بېلې پوښتنې وکړې.

ددې پوښتنو اړوند تبصرې ماسپښین څخه وروسته تر سره شول. د افغانستان برېښنا شرکت او فېنکس د مسلکي خلکو تجربه کاره ډله چې  USAIDسره یې ددې پړاو په بشپړېدو کې مرسته کړې لکه د KPMG، ټرکټیبل، فانېکل او ریا بارکر ګېلیټ.د پروژې اسنادو برابرلو سربېره د افغانستان برېښنا شرکت او فېنکس په یو چوکاټ کې د مسلکي خلکو راټولو برخه کې بشپړونکی او ټاکونکی رول لوبولای دی.د افغانستان برېښنا شرکت په بریالیتوب بشپړ بهیر د USAID  ویب پاڼې له لارې د پروپوزل وړاندیز او اړوند پوښتنې خپرې کړې وې. د بشري سرچینو ځانګړې ډلې د غونډې لوژیستیک، د غونډې ځای نیولو څخه پيل او ګډونوالو لپاره د ویزې، هوایي ټکټونه، د سالون جوړول، د غونډو خونې او داسې نور یې پر غاړه درلودل.

راتلونکې دوه اونۍ د وړاندیز کونکو غوښتل شوې اضافی اسنادو او هغه پوښتنې چې د ګډونوالو له لورې پوښتل شوې وې، ځوابونو برابرولو ته ځانګړې شوي. د ۲۰۱۶ کال د فیبروري ۲۶ نېټه د تخنیکي پروپوزل اخېستلو لپاره وروستۍ نېټه ټاکل شوې او د افغانستان برېښنا شرکت ډله به ټاکلې نېټې څخه وړاندې برابر کړي.

سرچینه:‌ DABS

بېرته شاته