د افغانستان برېښنا شرکت نوي مشر د برېښنا ډېرولو ژمنه وکړه

پژواک   2016-01-11

‌کابل(پژواک): د افغانستان برېښنا شرکت نوي مشر قدرت الله دلاوري د سه شنبې په ورځ وويل چې د لمریز برېښنا سيستم، بادي برېښنا سيستم، او د ډبرو سکرو برېښنا څخه په ګټه اخېستلو به هېواد کې د برېښنا تولید ډیر شي او د تارونو ضایع کېدو مخه به ونیول شي.

د یوې غونډې پر ترڅ کې ښاغلې دلاوري د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد له لورې د عبدالرازق صمدي ځای ناستی وټاکل شو.

ښاغلي مراد د عبدالرازق صمدي اداري برېښنایي خدمتونه وستایل او زیاته یې کړه چې صمدي به ډير زر یو بل دولتي مقام تر لاسه کړي.

د برېښنا شرکت نوي مشر ددې خبرې یادونه هم وکړه چې ۱۰ څخه تر ۳۵ سلنه افغانان برېښنا ته لاسرسې لري او دا باید ۷۰ سلنې ته ورسیږي.

هغه به افغانستان کې له لمریزې انرژۍ څخه ګټه اخېستنه عامه کړي ځکه دا هېواد د کال ۲۶۰ لمریزې ورځې لري. "لمریز برېښنایي سيستم به ډير ګټور او اقتصادي وي"، هغه دا هم زیاته کړه چې افغانستان په پراخه کچه د اوبو سرچینې، د ډبرو سکاره او غاز درلودونکی هېواد دی او له دې سرچینو څخه انرژيۍ په تولید کې  ترې ګټه اخیستل کیدلای شي.

هغه زیاته کړه چې اوسمهال په افغانستان کې ۲۲ سلنه برېښنا ورکیږي او هغه به یې مخنیوې وکړي. همدارنګه هغې ژمنه وکړه چې شخصي سکتور به وهڅوي چې د برېښنا تولید برخه کې پانګه اچونه وکړي.

دلاوري وویل،" زه به هېڅکله برېښنا شرکت کې کوم غېرمسولانه رویه یا اختلاس ونه منم او په جدي توګه به کار وکړم چې هیڅ پېرودونکی زمونږ خدمتونو په اړه شکایت وکړي. مونږ د خپلو مراجعینو په چوپړ کې یو او مونږ باید په ریښتینولۍ دوی لپاره کار وکړو"

دلاوري د کابل پوهنتون انجنیرۍ څانګې څخه فارغ شوی او دوکتورا یې لندن څخه د سوداګرۍ او اقتصاد برخه کې اخېستې او نړیوال سازمانونو سره یې د لمریزې انرژۍ تولید او بازارموندنې برخه کې په لوړو رتبو کار کړی.

د غونډې په ترڅ کې پخواني مشر صمدي ګډونوالو ته وویل چې په تېرو شپږ کلونو کې د هغې مدیریت پر مهال برېښنا شرکت د پام وړ لاسته راوړنې درلودلي او په همدې موده کې برېښنا ته دخلکو لاسرسې د ۱۰ سلنه څخه تر ۳۵ پورې لوړ شوی. هغې دا هم زیاته کړه چې د هغې مدیریت پر مهال د برېښنا ضایع کېدنه ۵۰ سلنه څخه ۲۲ سلنه ته راټیټه شوې وه.

سرچینه:‌ DABS

بېرته شاته