په افغانستان کې د لمریزې برېښنا پيدایښت

ښاغلی کوشاګرا ګاتم    2015-09-02

درې سوه لمریزو ورځو څخه ګټه اخېستلو سره کولای شو په ډیره کچه لمریزه برېښنا او همدارنګه د افغانستان دولت همکارۍ سره دا هېواد د فوټوولټیک لمریزې برېښنا پروژو پلي کولو لپاره د پام وړ ځای جوړېدای شي.

اوس مهال د هېواد په ټولو ولایتونو کې د برېښنا تولید لپاره ډيره کچه ډيزل کارول کیږي چې دا کچه د میګاواټ لمریزې برېښنایي تمځایونو پواسطه راټیټېدلای شي.

افغانستان کې لمریزه برېښنا نوې نه ده. دا سيستم په پراخه کچه خپور شوی، که څه هم هغه په کوچني ډول د بام په سر لګول شوې وي. بام په سر لمریزې برېښنا سيستم په کورونو او سوداګریز ځایونو کې په پراخه کچه کارول کیږي.

په ډیرو ولایتونو او ښارګوټو کې د لمریزې برېښنا کارکونکي ددې سستم کارول د ژوندانه بنسټونه بولي. د لمریزې برېښنا کوټونو مرکب په ټوله کې د یو میګاواټ برېښنا تولید اسانتیا برابرولی شي.

د افغانستان دولت او د افغانستان برېښنا شرکت د کندهار په ولایت کې د ۱۰ میګاواټه لمریز برېښناکوټ لګول لومړنې نوښتي پلان په نظر کې نیولی کوم چې به انرژۍ سکتور له لورې په خپلواک ډول ولګول شي. دا پروژه به د نړیوال لیلامي سیالۍ بهیر په نظر کې نیولو سره تر ټولو ټیټ نرخ وړاندې کونکو ته ورکړل شي.

افغانستان ورو ورو د لمریز خدمتونو(انجنیري، پېرل او جوړول) د سیالۍ په ډګر کې پر مخ روان دی، او ټول عمده ترکیبي اړتیاوې چې تر ټولو غوره لمریز سيستم جوړ کړای شي، په هېواد کې شتون لري او یا یې خرڅونکي له آسیایي بازارونو څخه هېواد ته واردوي.

 یو څه نړیوال نامتو شرکتونه هم په دې برخه کې ځایي خدمتونو وړاندې کونکو سره د بېلا بېلو لمریزو برېښناکوټونو په کار اچولو برخه کې کار کوي. عمده ترکیبونکې وسایل لکه لمریز پېنل، برېښنایي جال اړونکي یا اینورټر، رڼا حساسې آلې او داسې نور د چین او یا نورو هېوادونو څخه چې د لمریزې برېښنا برخه کې ډیره تجربه لري، هېواد ته واردوي.

له  لمریز برېښناکوټ څخه ګټه اخېستلو لپاره باید لاندې عمده ټکي په نظر کې ونیول شي:

·       په ساحه کې د لمر رڼا

·       اقلیمي او حرارتي حالتونه

·       د برېښناکوټ د ډیزاین پارامټرونه

·       د لمریز پېنل او اړونکي موثریت

·       ۲۵ کالو کې د ماډیول له منځه تلل یا راټیټېدل

·       د تولید کمېدل

د لمریز فوټوولټیک برېښناکوټونو ځیني نوې بڼې:

·       د لمریز برېښناکوټ، مصرفونکي لوډ او د برېښنا وېش سيستم تر منځ باید همغږي وي لکه لمریز جریان ته لومړیتوب ورکړل شي چې لمریزه انرژي سيستم ته ننوځي.

·       د برېښنا وېش سيستم له کاره لوېدو پر مهال هم باید لمریز برېښناکوټ څخه برېښنا پرې نه شي، لکه عصري اړونکي چې له وړاندې ډیزلي تولیدونکو کې نصب وي، همغږي وي. نو کولای شي د ډیزل سوځېدو مصرف راکم کړي.

·       لمریز سيستم چې هېڅکله تیروتنې نه کوي خو که بیا هم د برېښنا وېش سيستم اړوند کومه تېروتنه رامنځته شي نو په ثانیه کې ټول سيستم ګوښه کوي او زیان څخه یې ژغوري.

·       دا ټول تخنیکي پرمختګ چې ۲۵ کالو پورې ضمانت ورکوي او ۴-۶ کاله پورې یې بېرته ورکړې موده ده چې دا موده د دولت برېښنایي تعرفه، برېښنا پرې کېدنه او د برېښنا مصرفونکي پورې اړه لري.

په افغانستان کې د لمریزې برېښنا پېداېښت او پرمختګ سیالي پانګه اچونکي، پرمخ وړونکي او څښتنان کولای شي په اسانۍ ددې ټکنالوژۍ استعمال او موادو برابرول چې لږ تر لږه تر ۱۰۰ کېلوواټه پورې لمریزه برېښنا تولید کړي، په هاغه صورت کې چې مناسبه ساحه موجوده وي. همدارنګه کوچني لمریز برېښناکوټونه هم شتون لري تر څو کارونکي داسې سيستم غوره کړي چې د برېښنایي تعرفو لوړالي پر وړاندې یو خوندي لمریز سيستم ځان لپاره ترتیب کړي او همدارنګه بله ګټه یې داده چې په هېواد کې د کاربن غاز خپرېدل راټیټیږي.

د کندهار لمریزه پروژه تر ۱۰ میګاواټه پورې برېښنا تولید ظرفیت لري، لمریز- ډيزلي - بیترۍ ټول یوځای برېښنایي پروژه چې د کندهار مصروفونکو(صنعتي پارک، سوداګریز مرکزونه او استوګنځایونه) لپاره لنډ مهالي برېښنا برابرولو کې عمده رول لوبولای شي.لمریزې پروژې چې د خپلواک برېښناکوټ په څېر به په بریالیتوب ولګول شي، نه یواځې د کندهار بلکې د نورو سیمو اړتیاوې به هم پوره کړای شي.

دا پروژه د کندهار پرمختګ لپاره د متحده ایالاتو او د افغانستان اسلامي جمهوریت دولتونو په ګډه د یو ټاکلې او اړینې موخې په توګه په نظر کې نېولې. دا پروګرام د USAID(د نړیوال پرمختګ لپاره د متحده ایالاتو سازمان) د نورو شریکوالو(فینکس، KPMG، ټرکټیبل،RIAA LAW) سره په ګډه اجراکیږي. د وړاندیزونو یا پروپوزل غوښتن لیکونه به د داوطلبۍ مخکې غونډو او سیمینارونو څخه وروسته به د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر میاشتې تر نیمایي پورې خپاره شي. دا موخه به د نړیوال لیلامي سیالۍ کړنلارې په نظر کې نیولو سره به تر ټولو وړ پرمخ وړونکی وټاکل شي او بالاخره په کندهار کې د برېښنا مصرفونکو لپاره تر ټولو سیالیزه تعرفه وي. ټاکل شوی خپلواک برېښنا تولیدونکې به د افغانستان برېښنا شرکت سره د  برېښنا پېرونکي تړون لاندې د پروژې چلول، ترتیب او خپلول پر غاړه ولري.

دا مقاله ښاغلي کوشاګرا ګاتم لیکلې

(د کندهار لمریزې برېښنا د پروژې مدیر، د افغانستان برېښنا شرکت)

سرچینه:‌ DABS

بېرته شاته