د TUTAPبرېښنالېږد تارونو پروژې باندې باید بیا کتنه وشي، VP

   2016-01-17

پرون د کابل BNA په اساس د ولسمشر لارښوونه او د ولسمشر دوهم مرستیال لیک پر اساس پرون په یوه غونډه کې چې د اوبو او برېښنا وزیر، د برېښنا شرکت مشر او دوهم مرستیال پکې ګډون کړی و، د TUTAP ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږد تارونو پروژې باندې بیا کتنې غونډه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د ولسمشر دوهم مرستیال په ډاګه کړه چې په خواشینۍ سره په تېرو ۱۴ کلونو کې د برېښنا په اړه مرکزي ولایتونو کې هیڅ کوم بدلون نه دی راغلی. هغې زیاته کړه چې د هېواد ماسټر پلان چې د راتلونکي ۲۰ کلونو لپاره جوړ شوی، مرکزي ولایتونو لپاره هیڅ کومه پروژه په نظر کې نه ده نیول شوې او دا د دولت کړنلارې پر خلاف ده چې ټولنیز عدالت او یوشان پرمختګ په نظر کې ونه نیول شي.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د هېواد ولسمشر څخه مننه وکړه چې ولسمشر امر کړی چې په ماسټر پلان باندې بیا کتنه وشي او دا پروژې باید ملي ګټې او یو شان پرمختګ په نظر کې ونیسي. د اوبو او برېښنا شرکت وزیر علی احمد عثماني وړاندیز وکړ چې د پروژې بیاکتنه به د اوبو او برېښنا وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت او نورو اړوند ادارو له لورې په ګډه ترسره کیږي او پرېکړه به د افغانستان ټول وګړو اړتیاوو په نظر کې نیولو سره تر سره کیږي. د برېښنا شرکت مشر وویل چې د پرېکړې اړوند کار به تر سره کړي. د غونډې په پای کې دا هم وویل شول چې د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږد تارونو پروژه به ودرول شي. د اوبو او برېښنا وزارت، د برېښنا شرکت او د ولسمشر دوهم مرستیال استازو رسمي پلاوي به په دې موضوع بیا کتنه وکړي او د وروستۍ پرېکړې پایلي راپور به د کابیني غونډې ته وسپاري.

سرچینه: باختر نیوز


 

سرچینه:‌ DABS

بېرته شاته