نورې سرچینې

کلیوالي انرژي

امپاور کنسلټنټ لمټډ

امپاور د نیوزلینډ هېواد انکشافي مشورتي کمپنۍ ده چې د ټولنې بنسټیزې او پایېدونکې جوړښت رامنځته کولو کې اوږدمهالې پروژې پر مخ وړي. امپاور ددې پروژې لپاره یوه نظریه درلوده چې یو یې هم نیپال هېواد کې د اوبو پاکولو پروژه په بریالیتوب پر مخ بوتلې ده چې بادي او لمریز سستم تجربې یې د ګاونډي هېواد د پاکستان د بلوچستان ولایت څخه راټولې کړي دي. امپاور د ۱۹۹۶ کال راهیسې پاکستان کې هم کار کوي او د طالبانو پر مهال ۱۹۹۹ کال کې یې د کابل څخه هم لیدنه کړې ده.

 

د نیوزیلینډ حکومت

د نیوزیلینډ حکومت وروسته له هغې چې امپاور ورته تجویز وړاندې کړې وو، دې پروژې سره همغږي څرګنده کړې وه او د پروژې لپاره یې ځانګړې بودیجه هم وضع کړې وه.

 

د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت

د افغانستان دولت د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت هم موافقه کړې، انجینران او نور مرسته کونکي کارکونکې یې هم په اختیار کې ورکړي تر څو پروژه پر مخ بوځي. یوه مسلکي او لېواله ډله په همدې وزارت کې اوسیږي او خپل کارونه په لېوالتیا سرته رسوي. په دې ډله کې ښځينه صحي روزونکي، د اوبو او د پاکوالي انجنیران هم وي تر څو د کلي په سطح کارکونکي وروزي.

 

یونیسېف(UNICEf)

د نیوزیلینډ ډلې په نه شتون کې یونیسېف په افغانستان کې په لوړه کچه نړیوالې پروژې تر څار لاندې نیولې وې.

 

موخه

د افغانستان د برېښنا او اوبو زېربناوې له منځه تلونکې دي. هغه اوبه چې د څښلو لپاره ترې ګټه اخېستل کیږي د څاګانو او نهرونو څخه تر لاسه کیږي او شاوخوا ۹۰ سلنه دا اوبه ککړې شوې وي. په دې هېواد کې د اوبو پاکولو لپاره ډېرې لږې اسانتیاوې شتون لري تر څو د خلکو او ځناورو فاضله مواد د څښلو اوبو سره ګډ نشي او که په نېغه توګه دا فاضله مواد اوبو سره ورګډ هم نه شي، بیا هم وچیږي او د دوړو په شکل څاګانو او نورو ځایونو ته ځي. دلته همدارنګه د پوهې نشتوالې هم ددې لامل شوې تر څو د پاکوالي خیال ونه ساتل شي او یا عموما د روغتیا ساتنې پوهې نشوالې یې عمده دلیل ګڼلې شو.

د اوبو څرنګوالي لوړول هم یو ډراماټیک پرمختګ رامنځته کوي. زما په فکر غربي خلک داسې نظر لري چې د دوېمې نړۍ خلک ککړو اوبو څښلو سره روږدي دي، هغوي داسې اوبه څښلو سره نه ناروغیږي؟ ناروغۍ سره همدومره عادت دي لکه د ککړو اوبه څښلو سره. کېدای شي یو څه اندازه زغم پېدا شوې وي خو بیا هم هغوي د نورو خلکو په څېر ناروغیږي.

 

تطبیقول

امپاور د نیپال په هېواد کې د لمریز او کوچني اوبو برېښنا څخه په ګټه اخېستنې د اناپورنا سرکټ په شاوخوا کې د اوبو پاکولو سستم پر کار اچولې. تخنیکي ډول غښتلې ثابت شوې او په اسانۍ چلول کیږي او ساتل کیږي چې په څرګند ډول یې د اضافي پلاستیکونه او یو ځل مصرف بوتلونه راټیټ کړي او ورسره یې د خلکو صحي بڼه لوړه کړې. په یو وخت کې هغوي د ښځینه ډلو لپاره کوچنۍ سوداګرۍ هم جوړې کړي تر څو خپله یې وچلوي او ګټه یې خپل ځان لپاره استعمال کړي.

امپاور د نیوزیلینډ دولت ته د بودیجې وړاندیز هم کړې او د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت سره یو ځای د داخلي انجینرانو، صحي روزونکو، او ټولنیز چمتو کونکو ډله جوړه کړې چې هغوي کولای شي د هېواد لرې پرتو سیمو ته سفرونه وکړي او کوچني اوبه پاکولو سستمونه نصب او خلک وروزي. امپاور په لمړي ځل په ۲۰۰۲ کال کې په افغانستان کې روزنې او ساحې ټاکلو کار پېل کړ. په لمړیو ۱۱ مرکزونو کې لمړنۍ روزنې په هماغه وخت کې تر سره شوې.

کله چې وسایل وپېرل شي او سیمې ته ولېږدول شي، امپاور یو ځل بیا د لمړي پنځه ساحو نصبولو مرستې لپاره بیرته افغانستان ته راځي، چې په دې کې لمریز او بادي نصبول شامل وي. لمړی د کلېو او پراختیا وزارت له خوا د ښځينه صحي روزونکو او ټولنیز چمتوکونکو سره یو ځای د ساحې څخه لیدنه کوي. صحي روزونکي او ټولنیز چمتو کونکي به د کورونو لمړني احصایوي معلومات پر غاړه واخلي او ورسره به د اوبو او اوبو پاکوالي اړوند روزنه د کور ښځو ته وړاندې کړي.

 

موقیعت

د پروان، وردګ او کاپیسا ولسوالیو کلیو کې ۱۱ خپلواک سستمونه لګول شوي. په دې سیمو کې زیاتره د پاکستان او ایران څخه زرګونه راستنېدونکې مهاجرین دي چې خپلو کورونو ته راستنیږي.

لمړنې بادي توربین پروان ولایت کې لګول شوې او ددې مقالې تر خپرېدو به دویم توربین د کاپیسا په ولایت کې ولګول شي. د توربین لمړی ځل لګول د امپاور له لخوا تر څار لاندې نیول شوې وو او دویم به په خپلواک ډول ولګول شي چې په راتلونکې میاشت کې به یې کره کتنه وشي. د کابل په یوه لېسه کې د اوبو پاکولو یو سستم هم لګول شوې چې لېسې او ځایي خلکو ته پاکې اوبه برابروي. دا سستم ډېر ګټور ثابت شوې.

 

وسایل

برېښنایي سستم Bergey XL.1   ۱ کیلوواټ بادي توربین چې ۴۲ فوټه لوړ برج لري، ۲۸۰ واټه فوټو ولټېک(لمریزه انرژي په برېښنا اړوي)، یو کوچنې د بیتریو بانک، او یو اړونکې یا انورټر لري.  اوبه د کوچني اوزونیشن(کیمیاوي عملیه چې د اوبو پاکولو لپاره استعمالیږي) سستم پواسطه پاکیږي. دا سستم په نیوزیلېنډ هېواد کې رامنځته شوې او په ۱۶۰ واټه برېښنا باندې په یو ساعت کې دوه ګرامه اوزون غاز تولیدوي. په یو وخت کې تر ۵۰۰ لېتره اوبه پاکیږي او خپریږي. اوزون ډېر اغېزناکه او ډېره لږه انرژي استعمالوي. ډېری خلک  د همدې لارې ورځ کې ۲۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ لېترو پورې اوبه پاکوي او استعمالوي یې.

 

سرچینه: http://www.bergey.com