ځمک ګرمی انرژي

د افغانستان هندوکش غرونو جوړښت کې د ځمک ګرمۍ انرژۍ پوټانشیل

 

ځمکنی جوړښت:

په ځمکه کې ډېره کچه حرارت د اصطحکاک له کبله او یا له نورو سرچینو څخه لکه د قشروي تختو یا(کرسټل پلیټ) په پولو کې رامنځته کیږي. د افغانستان ځمکنی جوړښت داسې دې چې له کبله یې ګانډونان وړې تختې(پلیټ) یا ماتې شوې ټوټې د ایروشیا(لکه ټاپونیېر په کال ۱۹۸۱ کې) سره ټکر کیږي، په همدې اوږدو کې د هرات ـ پنجشېر ختیځ لودیځ ځمکني درز سره هم ټکر کیږي کوم چې تر ۷۰۰ کېلومتره لاندې د ځمکې مینټل قشر کې ننوځي. د افغانستان په ځمکني جوړښت کې ستر درزونه او چاودونه اوبو ته لار پرانیزي تر څو د ځمکې ګرمې برخې ته چې په قشر(کرسټ) کې ځای لري ننوځي او ځمک ګرمي مایع تولید کړي.

د همداسې نور درزونو او چاودونو جوړښتونه د چمن – مقر سیمه کې شمال ختیځ څخه جنوب لودیځ ته پراته دي، هم شتون لري، همدارنګه د سروبي - التیمور سیمه کې شمال ختیځ څخه جنوب لودیځ ته، او داسې نور فرعي درزونه د افغانستان په زیاتره سیمو کې لیدل کیږي چېرته چې د پسرلي ګرم موسم ددې دلالت کوي چې ځمک ګرمې انرژۍ سرچینې شتون لري.

په افغانستان کې نوي ټکټانیکي خوځښتونه چې د ټکري پېښو څخه منځته راځي، له نن څخه ۶۵میلیونه کاله پخوا د کریټېشیوس دور څخه پېل شوي چې له کبله یې د هندوکش غرونو سلسلې لا پسې جګیږي. د هندوکش غرونو لړۍ د هېواد په شمال ختیځ کونج کې د بدخشان په ولایت شمال ختیځ ـ جنوب لودیځ ـ لودیځ څخه پېل او د هرات ولایت غربي پولې پورې غځیدلي دي چې د افغانستان ټول جوړښت په دوه شمالي او جنوبي برخو (سبا او اواشیا، ۱۹۵۵a) باندې ویشي. په هېواد کې نوي ټکټانېک خوځښتونه د زلزلې او ځمک ګرمې فعالیتونو له کبله رامنځته کیږي. فعالو بڼو څخه رامنځته شوي جوړښتونه ددې ښکارندوی دي چې شمال غرب خواته تراکم کیږي او ختیځ لودیځ خواته پراخیږي. همدارنګه له دې سره نوي ټکټانیکي خوځښتونه ددې لامل کیږي چې په غښتلي ډول غرونه لا پسې جګیږي. په افغانستان کې د زلزلې فعالیتونه د ختیځ څخه لودیځ لورې ته راټیټیږي چې د زلزلې غښتلي فعالیتونه د بدخشان ولایت شمال ختیځ کې پېښیږي. د هېواد زیاتره فعال ځمک ګرمي په دې ولایت کې موقیعت لري او همدارنګه د هرات پنجشېر ځمکنی درز او د چمن مقر درزونه  د افغانستان مرکزي سیمې چې په څرګند ډول دا ښکاره کوي چې دا ځمک ګرمي د درزونو فعال سستم له کبله رامنځته کیږي لکه د هېواد په جنوبي برخو کې د ګاربن(هغه بلاک چې د دوو درزونو پواسطه پرې شوې وي) یا نیمه ګاربن او نرۍ درزي درې او یا پراخې درې ګڼلې شو.

 

 د برېښنا تولید لپاره ځمک ګرمې انرژۍ څخه ګټه:

په افغانستان کې د ځمک ګرمې انرژۍ ذخیرو څخه د برېښنا اړتیاوې پوره کېدای شي. د ځمک ګرمې انرژۍ څخه د برېښنا تولید تر ټولو ګټور کار دې. په نړیواله سطحه د ځمک ګرمې څخه نور استعمال په پرتله د برېښنا تولید لپاره ډېر استعمالیږي. د ځمک ګرمې بخارونو څخه د برېښنا تولید په ۲۱ پېړۍ کې پېل شول چې په ۱۹۹۹ کال کې د امریکا متحده ایالات تر ټولو زیاته ۲۲۲۸ میګاواټه برېښنا تولید کړه. فلپاین ۲۲سلنه برېښنا د ځمک ګرمې بخاراتو څخه تولیدوي. اوس مهال کاسټا ریکا، ال سالواډور، آیسلینډ او نېکاراګوا هېوادونه ۱۰ څخه تر ۲۰ سلنه برېښنا له همدې لارې تولیدوي(هټرر، ۲۰۰۱). همدا اوس ډېرې هغه هېوادونه چې د پرمختګ په حال کې دي لکه ترکیه، کینیا، تایوان، چیلي، او تبت خپل د ځمک ګرمې ساحو ته پراختیا ورکولو په حال کې دي.

وړاندې تر دې چې ځمک ګرمې څخه برېښنا تولید شي، باید دوه اړین ټکي په نظر کې ونیول شي:

مناسبه ټکنالوژي او لوړ حرارت اوبه یا بخار. په افغانستان کې د ځمک ګرمې ذخیرو څخه برېښنا د تولید لپاره اغېزناکه او دوام لرونکې ټکنالوژي شتون لري چې په لږ لګښت په کار اچول کېدای شي. همدا مهال د افغانستان ټکټانیکي جوړښت ته په کتو سره ویلې شو چې د ځمکې لاندې په لویه کچه د ګرمو اوبو سلسلې شتون لري، خو ژورتیا، حرارت او کیمیاوي عوامل باید په نظر کې ونیول شي او نور عوامل چې سپړلو ته اړتیا لیدل کیږي، په نظر کې ونیول شي.

 

د ځمک ګرمې انرژي څخه په نېغه توګه ګټه اخېستل

سوداګریز استعمال لپاره د ځمک ګرمې ټکنالوژۍ څخه په نېغه توګه ګټه اخېستل چې په عمومي ډول طبیعي اوبه کاروي. افغانان د اوبو د چینو طبي او شفایي ځانګړتیاوې پېژني، په ځانګړې توګه د پوستکې او روماتیزمي پړسوب لپاره اغېزناکې وي. د هېواد د ګرمو اوبو چينو باندې طبي لامبل یو اړین سکتور دې چې درمل په څېر ترې ګته اخېستل کیږي. دا ددې استعداد لري چې د افغانانو ورځینی ژوند عصري کړي او ورسره زرګونه دندې هم رامنځته کړي.