لمریزه انرژي

 د تودو اوبو لمریز پېنل

په یوه ورځ کې د اوبو لمریز تودونکې د ۱۴۰ څخه تر ۱۸۰ لیترو پورې چې ۶۰ څخه تر ۷۵ سانټي ګریډ حرارت پورې اوبه ګرموي، د اوبو دا ګرموالی زیاتره موسم پورې اړه لري.

 

 پرانستې کړۍ لمریز سستم

د اوبو تودولو دا سستم په جنوبي کالیفورنیا ایالت کې ډېر عام دې، په تخنیکي اصطلاح دا سستم د (فعال پرانستې کړۍ) په نوم یادیږي. ددې فعالیت ډېر ساده دې. په دې فعال پرانستې کړۍ سستم کې لومړې اوبه د یوې سترې ذخېرې یا ذخېرو څخه تیریږي او د لمریز پېنل څخه تیریږي او د لمر پواسطه ګرمیږي. دې سستم ته ځکه فعال سستم وایي چې د اوبو تاوېدلو لپاره کوچني پمپ ته اړتیا وي تر څو اوبه د ذخیرو څخه سستم ته او بېرته ګرمو ذخیرو ته واستول شي.

پمپ د تشخیصونکي الیکترونیکي ترموستیت پواسطه په اتوماتیک ډول روښانه کیږي. دا آله د ذخیرو او ګرمو اوبو ذخیرو حرارت لولي. کله چې د ذخیرې اوبو حرارت د ټانکۍ د اوبو څخه پورته شي، ماشین په خپله روښانه کیږي. اوبه په پېنل کې تاویږي او د لمریزې انرژۍ څخه کار اخېستل کیږي.

دې سستم ته ځکه پرانستې کړۍ وایي چې کړۍ د ټانکۍ څخه بره ذخیرې ته نل کاري شوې ده او د ښاري اوبو فشار ته پرانستې وي، نو ټول لمریز سستم د ښار اوبو نلونو ته خلاص دې. تړلې کړۍ سستم کې لمریزه نل کاري د ښاري اوبو څخه جلا او بنده وي. تودوالې د حرارتي بدلونکي یا انورټر پواسطه استول کیږي. پرانستې کړۍ سستم ډیر اغېزناکه، ساده او د ډاډ وړ دې.

 

د لمریز سستم عملیه

په تودو لمري ورځو کې دا سستم شاوخوا ۱۴۰فارنهایت درجو پورې حرارت تولیدوي.

*نوټ: ډیرې کچه حرارت نلونو کې له منځه ځي، له منځه تلونکی حرارت دوه آلو پواسطه راټیټیدای شي. لمړې دا چې پمپونه د شپې دولسو څخه تر سهار پنځه بجو پورې په هاغه وخت کې چې د ګرمو اوبو استعمال لږ وي، په اتوماتیک ډول د ساعت پواسطه بندیږي. همدارنګه کله چې نلونو کې دننه اوبو حرارت ۱۲۰فارنهایت درجو څخه راټیټ شي نو د اکواسټیټ(هغه آله چې د حرارت قابو کولو لپاره استعمالیږي) لخوا پمپ قابو کیږي.

**نوټ: بیا تاوېدونکي یا ریسرکولیشن نلونه زیاتره اپارتماني ودانیو کې پیدا کیږي.

د معلوماتو دا برخه په عمومي بڼه برابره شوې او باید د لمریز تودونکي نصبولو اعتباري لارښود په توګه ترې ګټه وانه خېستل شي. هغه معلومات چې تاسو ته دلته وړاندې شول CEI په دې اړوند د هیڅ کوم عمل مسؤلیت پر غاړه نه لري. تاسو باید ځان ډاډه کړئ تر څو د جوړونکو لارښوونې، د اوبو شرکت مقرراتو، د کړنلارې اجازه که چېرته اړینه وه، او یا هم لګولو پر مهال هره قاعده او قانون سره بلدتیا ولرئ او که هر څوک یې تر سره کوي مسؤلیت یې په خپله غاړه دې.

 

لمریز اوبه تودونکې څه دې؟

لمریز اوبه تودونکې(SWH)، هغه سستم ته وایي چې د لمر د انرژۍ پواسطه اوبه ګرموي. لمریزه انرژي د یو پېنل پواسطه راټولیږي کوم چې د ګرمو اوبو ذخیرو آلو سره د نلونو پواسطه نښلول شوي، لکه د ګرمو اوبو بالونونه. دا سستم په کور کې د اوبو ګرمولو لپاره، د لمبلو ډنډونو(حوضونو)، کاروانونو او همداسې نورو ځایونو کې د استعمال وړ دې. په دې برخه کې زمونږ تمرکز کورنی اوبه تودونکی سستم دې خو همدا کړنلاره په ټول لمریز سستم کې پلي کېدای شي. د کورني اوبه تودونکی سستم په اړه یوه نمونوي سپړنه شوې چې لاندې به روښانه شي.

 

ولې باید لمریز تودونکې سستم ولګوو؟

  • کولای شئ پرته د کوم لګښت څخه د لمر پواسطه اوبه ګرمې کړئ
  • چاپېریال ته ګټه رسوي او شین غاز(لکه کاربن ډای اکسایډ او کلوروفلوروکاربن) خپرېدل کموي
  • ستاسو د اوبو ګرمولو طریقه یویشتمې پېړۍ ته رسوي
  • ستاسو د کور ارزښت زیاتوي
  • دا به DIY لپاره د ساتېرۍ پروژه وي
  • که چېرې په سمه توګه ولګول شي نو ساتنه به یې وړیا وي

 

د کال په مختلفو موسمونو کې څه تیریږي؟

لمریز اوبه تودونکې یاSWH  وړانګو پورې اړه لري نو له دې کبله تتو ورځو کې هم کار ورکولای شي. که څه هم په ژمي کې یو پېنل اغېزناکه وي تر څو ستاسو اوبه ګرمې کړي، خو تاسو به بیا هم مخکیني برېښنایي اوبه ګرمۍ ته ضرورت ولرئ تر څو ستاسې اړتیاوې پوره کړي. دا باید په نظر کې ونیول شي چې دا سستم داسې ندې ډيزاین شوې تر څو د مرکزي برېښنایي اوبه ګرمۍ سره یوځای استعمال شي، دا یواځې ستاسو اوبه ګرمولې شي.

ډيرې مهال دا سستم په مني، پسرلي او اوړي کې حیرانونکې پایلې لري، چې ډیرې وخت جوشونکي ته هم اړتیا نه لیدل کیږي. لمریز اوبه تودونکې یاSWH  پېنل د کال په هر موسم کې ستاسو اړتیاوې پوره کولای شي خو بیا هم ستاسې سستم پورې اړه لري او همدارنګه څنګه او کله د ګرمو اوبو څخه ګټه اخلئ.

 

د سستم لګول

  • ستاسې بام باید جنوبي خواته وي او یا دوه بامونه چې ختیځ او لودیځ ته یې مخه وي
  • دا پېنل ډېرې وخت موجوده بام په سر اېښودل کیږي
  • تاسو د DIY مرسته تر لاسه کولای شئ او یا یو تصدیق شوی قراردادي به تاسو ته سستم ولګوي
  • DIY شرکت د لمریز اوبه تودونکې یاSWH لګول په ۱۲۰۰ پاونډه شاوخوا تر سره کوي

 

ادعا نه منل:

زیاتره وخت لمریز پېنل خلک پخپله لګوي خو دا اړینه ده چې ورسره خطر څخه هم ځان خبر کړي، په ځانګړې توګه کله چې د بام په سر کار کوي. دا معلومات د DIY  د سستم لګولو د خوندیتوب او روغتیا اړوند موضوعاګانو سره هیڅ تړاو نلري. همدارنګه CEI په ټینګه خبرداری ورکړې تر څو دا کار پخپل سر تر سره نه شي.

 

تخنیکي جزیات

یو هندسي شکل د SWH یو بند سستم چې د کورني اوبو تودولو لپاره ترې ګته اخېستل کیږي، ښودل شوې.

د ذخیره کونکي(لمریز پېنل) مخه باید جنوب یا جنوب خواته مایله وي او د بام په سر باید داسې کېښودل شي تر څو د لمر سره طبیعي زاویه جوړه کړي.

اوبه د مرکزي ګرمونګي پمپ پواسطه لمریز پېنل کې تاو شوي نل خواته لېږدوي چېرته چې د لمر پواسطه ګرمیږي. هندسي شکل ته په کتلو سره ګرمې شوې اوبه د دویم تاو شوي نل له لارې لاندې ځي. دغه ګرمې شوې اوبه چې د نل دې کړیو څخه تیریږي، سیلنډر دننه اوبه ګرموي.

لږې یخې شوې اوبه د پمپ پواسطه بېرته لمریز پېنل ته لېږدول کیږي. قابو کونکې باکس په پرله پسې توګه د سېلنډر ګرمې اوبه د پېنل حرارت سره پرتله کوي. کله چې د پېنل حرارت د سېلنډر حرارت څخه پورته شي پمپ پخپله چالانیږي او کله چې کم شي بندیږي. تر کومه چې د سېلنډر اوبه ټاکل شوي حرارت کې وي جوشونکې به نه چالانیږي. هاغه اوبه چې لمریز سستم کې څرخیږي په غېر مستقیمه توګه د سېلنډر اوبه تودوي. یانې د SWH سستم اوبه هیڅکله د سېلنډر اوبو سره نه یوځای کیږي، اوبه نه بلکه یواځې ګرمښت لیږدول کیږي.

دا ګټور دې ځکه:

  • په لمریز سستم کې تاوېدونکې اوبه تر ډېره کچه لږې وي تر څو سستم وکولای شي د پېنل څخه ګرمښت ولېږدوي.
  • د لمریز سستم اوبو کې باید یخ ضد مواد ورګډ شي ځکه د سستم یو څه برخه باندې پاتې کیږي او په ژمي کې کنګل جوړېدای شي. یخ ضد پر ځای بېرته وچونکې سستم هم استعمالېدای شي، په دې سستم کې کله چې پمپ بند شي د پېنل اوبه بېرته یو ځانګړي بوتل ته استول کیږي.

 

د ګرمو اوبو ټانکۍ کې اضافي کړۍ لګول

په عادي توګه د جوشونکي سره نښتې معیاري کړۍ سر بېره د ګرمو اوبو سېلنډر کې لمریزه کړۍ هم وي. دا هم شونې ده چې سېلنډر کې یوه بله لمریزه کړۍ هم ورزیاته کړو خو دا کېدای شي یو پېچلې کار وي نو دا غوره ده چې غبرګ کړۍ لرونکې ګرمو اوبو سېلنډر وپېرل شي.

سره له دې سولر ټوین یو سستم جوړ کړې چې هم لمریز پمپ او هم موجوده سېلنډر کارولې شي.

د هندسي شکل ټولو څخه لوړه نقطه کې د هوا یو سوری هم ښکاري تر څو د هوا بندېدو مخه ونیسي. لکه څرنګه چې دا یو بند سستم دې نو یو پراخېدونکې لوښې هم تر سترګو کیږي چې په سستم کې دننه د ګرمېدو او یخېدو له کبله رامنځته شوي انقباض او انبساط مخه ونیول شي.

دا سستم د یو اړخه نلی څخه ډک دي. دې خبرې ته باید پام وشي چې یخ ضد موادو باندې ککړې اوبه د استعمال اوبو سره یو ځای نه شي. یوه بله چاره یې دا هم ده چې سستم د اوبو یو کوچنۍ ټانکۍ څخه ډک وي، لکه د مرکزي ګرمۍ سستم په څېر. په دې سستمونو کې دغه ټانکۍ باید د پېنل څخه پورته وي تر څو اوبه بېرته سستم ته لاړې شي، نو په دې حالت کې پراخېدونکي لوښي ته اړتیا نه وي او اوبه به پخپله بیلیږي.  

تاسو همدارنګه الیکترونیکي ښودونکې تخته چې دننه برخه کې اسوده ایښودل شوي وي، پېرلې شئ تر څو د بام پر سر پېنل او د سېلنډر اوبو حرارت پکې وګورئ. دا به ډېره د خوند خبره وي چې تاسو خپل مېلمه ته وښایې چې څرنګه خپلې اوبه د لمر پواسطه ګرموئ.

  

پېنلونه

هغه لمریز پېنلونه چې پاس وڅېړل شول د هوار راټولونکي په نوم یادیږي. هوار راټولونکي په اساسي توګه د مسو یو نل وي، یوې بلې خواته تاو شوې مارپېچ شکل لري او پای کې د مسو په تخته نښتې وي. نل او تخته تور رنګ لري او یو عایق بکس سره چې د ښیښې یا پلاستیک څخه جوړ وي، نښتې وي.

تاسو یې خپله هم جوړولای شئ او که چېرته داسې نه غواړئ نو په بیلا بیلو نرخونو کې تولیدونکو څخه تر لاسه کولای شئ. دا ډېر اغېزناکه او لږ کار ته اړتیا لري. بله چاره یې هوا راښکونکې نل وي چې په منځ کې یې ګرمۍ حساس مایع شتون لري. هوا راښکونکي نلونه هوار راټولونکو څخه ګران بیه وي خو په ژمي کې ډېر اغېزناکه وي.

لاندینی جدول د ګرمو تامینولو لپاره د مختلف اندازو کورونو لپاره راټولونکي او د سېلنډر ظرفیت وړاندیز کوي خو کېدای شي ډېر دقیق نه وي ځکه کورنیان ډېرې وخت کور کې تیروي او که بهر، لکه لامبل، او د جامو وینځل او همداسې نور.

 

غبرګ لمریز ګرمۍ سستم

د وینځلو او لامبلو لپاره سل سلنه اغېزناکه لمریز پېنل

آیا غواړئ په کور کې وړیا ګرمې اوبه ولرئ؟ مونږ سره اړیکه ونیسئ.

غبرګ لمریز سستم؟ دا نوم چې سل سلنه د لمریز انرژۍ بې ساری سستم دې، دا سستم په اډینبورګ کې د ناپیر پوهنتون کې اختراع شوې او رامنځته شوې او د DTI له خوا د پرمختللې تکنالوژۍ جایزه وګټله. غبرګ لمریز سستم د یو څلور کسیزه کور لپاره د کال ۷۰ سلنه د ټولو ګرمو اوبو بیل سپما کولای شي، خپل ځانونه د زهري یخ ضد موادو، مرکزي ولټیج او ماتېدونکې ښیښو او نلونو څخه ځان وساتئ.