بادي انرژي

د هرات کلیوالي سیمو کې د بادي پمپونو تولید او خپرول

د کال کې په ۱۲۰ ورځو کې سخت بادونو له کبله پېژندل شوې ښار دې. که څه هم نورو ورځو کې هم ډیر بادونه لګیږي خو هغومره غښتلي نه وي. دا بادونه د بادي انرژۍ تخنیکونو او ټکنالوژۍ څخه کار اخېستلو لپاره ښه زمینه برابروي تر څو د خلکو اساسي اړتیاوې پوره کړي.

بیلا بیلو کلیو کې چېرته چې خلک څښلو اوبو او اوبه خور لپاره اوبو ته لاسرسی نه لري او یا ستونزمن وي، هلته بادي پمپونه لګول شوي او ګټه ترې اخېستل کیږي. دا پمپونه څلوېښت سلنه ټېکس په بڼه وېشل کیږي نو عاید یې بېرته په نورو برېښناکوټونو رانیولو مصرفیږي.

دغې برخې اجرا لپاره لاندینۍ ستراتیژي رامنځته شوي:

  • د بادي پمپونو لپاره د خلکو غوښتنې تر لاسه شوي چې دا غوښتنې د لمړیتوب او اړتیاوو پر اساس په نظر کې نیول کیږي. وړاندې تر دې چې بادي پمپونه نصب شي، لاندینۍ کړنې باید پر غاړه واخستل شي.
  • د ځای سروی باید وشي تر څو معلومه شي د ځمکې لاندې اوبو سطح مناسبه ده.
  • څاه به د خلکو لورې کنل کیږي او د پمپ اړتیاوې به په نظر کې نیول کیږي.
  • د بادي پمپ ډیزاین باید داسې وي تر څو ۲.۵لیتره پر ثانیه ظرفیت، ۸متره پر ثانیه د باد سرعت، ۲۰ متره ارتفاعي وړتیا، ۹۰میلي متره شعاع او ۱۵۰ میلي متره د پمپ پېستون ولري.
  • څاه کنستلو وروسته بادي پمپونه د IREA بادي پمپونو فابریکې له خوا نصب کیږي. له دې سره سره د اوبو ساتلو لپاره ۱۵متر مکعب ذخیرې جوړیږي. په هاغه وخت کې چې پوره اندازه بادونه نه لګیږي دا ذخېرې به د کلیوالو لپاره د اوبو سرچینه وي.