لږې اوبو برېښنا

په دې سیمه کې د بریښنا نه شتون ددې لامل شوې چې خلک باید د رڼ لپاره د خاورو تېلو او د پخولو او بخارۍ لپاره لرګي استعمال کړي، چې د صحت خطر سره سره وخت ضایع کونکې او د چاپېریال لپاره هم ښه نشي ثابېتیدې خو د برېښنا پواسطه دا ټول زیانونه راکمېدلای شي.

ددې پروګرام بنیاد د نوښتونو برخه کې یو څو د اوبو څخه برېښنا تولیدونکي ماشینونه چې د خلکو له خوا د ټولنې لپاره په کار اچول کیږي.

ددې برېښناکوټونو سره کوچنۍ اندازه زراعتي پروسس کونکې فابریکې هم نښلول کېدای شي چې زراعتي محصول د پروسس وړ کېدای شي  او ورسره د خلکو د ژوند حالت هم ښه کولای شي. او همدارنګه دا به په سیمه کې د بې ځمکو خلکو سره د کار په برابرولو کې مرسته وکړای شي.

او په نښه کیږي، دا سیمې د غوښتنو او ضرورتونو پر بنا په پلان کې راوستل کیږي

  لکه څرنګه چې ډېرې کلیوالي خلک په کرونده بوخت دي نو دا به ډیره عملي کیدونکې او شونې وي چې د کلیو او بانډو خلک په وړو فابریکو پانګه اچونه وکړي تر څو زراعتي محصول پروسس په کلي کې تولید کړي. بزګران به سبزیجات، غله او میوې تولیدوي او د محصولاتو اضافي به د پروسس لپاره فابریکو ته استوي. که ټول کلیوال دا نشي کولای نو یو څو کسان په انفرادي ډول دغه پانګه اچونه کولای شي.