د افغانستان د انرژې معلوماتو مرکز

0

پروژې

0

قراردادونه

د اوبو او انرژي د وزیر پیغام - محترم الحاج ملا محمد یونس آخوندزاده

اوبه او انرژي د یوه هېواد د پرمختګ، ځان‌بسیاینې او ټولنیزې هوساینې په برخه کې بنسټیز رول لري او د یوه هېواد د پراختیا بنسټیزې ستنې ګڼل کېږي. په اوسنیو شرایطو کې د اوبو او انرژي سکتورونو مدیریت ډېر ارزښتناک او اړین دی؛ ځکه چې اقلیمي بدلونونه او پرله‌پسې وچکالۍ زمونږ د هېواد اوبیزې سرچینې له جدي ننګونو او ګواښونو سره مخ کړې دي.

له همدې کبله، د هېواد د اوبیزو سرچینو د مدیریت او د انرژي د تولید لپاره مو ستر پلانونه تر لاس لاندې نیولې، ترڅو وکولای شو د هېواد اوبیزې سرچینې او د انرژي تولید په اغېزمن ډول مدیریت کړو. د هېواد د اوبیزو سرچینو مدیریت او د انرژي تولید خپل ایماني، وجداني او ملي مسؤلیت ګڼو. ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو، چې په نه‌ستړې کېدونکو هلو ځلو او پر خدای (ج) باندې په توکل او د هېواد اقتصادي وړتیا ته په کتو سره د هېواد اوبیزې سرچینې په اغېزمنه توګه مدیریت او په هېواد کې د انرژي د تولید لپاره کوټلي ګامونه پورته کړو.

کاري ساعتونه: د شنبې څخه تر چهار شنبې پورې؛ د سهار له 8:00 بجو څخه تر 4:00 بجو پورې ، پنجشنبې د سهار له 8:00 بجو څخه تر 1:00 بجو پورې