زموږ په اړه

کور پاڼه زموږ په اړه
زموږ په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ
ارزښتونه

✓ د اسلام د مقدس دین د احکامو او د هیواد علیا مصلحتونو ته درناوي.

✓ قانون حاکمیت.

متوازنې او عادلانه پراختیا ته غاړه اېښودل.

  مادي او معنوي مالکیت ته درناوي او د خصوصي برخې د ونډې زیاتول.

  د عامه سرچینو څخه موثره او مثمره ګټه اخیستنه.

  د ملي، اخلاقي، انساني او حرفه يې ارزښتونو رعایتول.

   د شفافیت تامین او د چاپیریال ساتنې د حقوقو مراعاتول.

ماموریت او لید لوري

د برېښنا انرژي خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست ژمن دې چې په هیواد کې د برېښنا مارکیټ تنظیم او څارنه په داسي ډول سره وکړي تر څو د انرژي خدمتونه د قانون د حکمونو مطابق د نړیوالو او ملي تخنيکي ستندردونو او معیارونو په نظر کې نیولو سره د هیواد د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره تضمین موجود وي.

موخی

  د داخلي سرچېنو څخه د برېښنا تولید او د برېښنا په مارکیټ کې دپانګونې لپاره زمینه مساعدول.

   هیوادوالو ته د عادلانه بیې په بدل کې د برېښنايې خدمتونو زمینه مساعدول.

  د هیواد د برېښنايې خدمتونو قانونیت، تخنيکې معیارونو، کیفیت او کمیت تضمینول.

   د انرژي د بازار پراختیا او معلوماتو وړاندي کول.

   دهیواد په سطح د برېښناانرژۍ د چارو تنظیم او څارنه کول.

پیژندنه او عمومي معلومات

د برېښنا انرژي خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست د اوبو او انرژي وزارت د انرژی معینیت تر چتر لاندي د برېښنا مارکیټ حقوقي ریاست، د برېښنا مارکیټ تجارتي ریاست، د برېښنا مارکیټ تخنيکي ریاست او د برېښنا د معلوماتو د مرکز ریاست په درلودلو سره د برېښنا انرژي خدمتونو د تنظیم نافذ قانون د حکمونو په اساس د برېښنا د تولید، لیږد، وېش، صادراتو او وارداتو د جوازلیک په ورکولو د انرژي فعالیتونه تنظیم او څاري چې د قانون د احکامو مطابق د ملي او نړیوالو تخنيکي معیارونو او ستندردونو په نظر کې نیولو سره د هیواد د برېښنايې فعالیتونو د تنظیم او څارني لپاره کارکوي. 

تازه معلومات

پروژې